رضایت

هر تن حق لري چې د خپل بدن او جنسیت په اړه پرېکړې وکړي. له دې امله، سویډن د رضایت پر اساس د جنسي جرم قانون سازي لري. جنسي اړیکه (سیکس) باید په رضامندۍ وي، که نه نو جرم دی. 

 

په رضامندۍ د جنسي اړیکې مانا داده چې یو تن په خوله یا د بدن په ژبه څرګنده کړې وي چې په جنسي عمل کې برخه اخیستل غواړي. له دې امله، اورېدل، پوښتل، خبرول او درناوی کول مهم دي. تاسو لازماً باید یقیني شئ چې نور واقعاً څه غواړي.

 

 د یو تن مثلاً په جنسي تېري د محکومولو لپاره تاوتریخوالی یا دړکې لازمي ندي. د یو چا لپاره دا هم لازمي نده چې یو بل تن نه یې د ضُعف په یو ځانګړي حالت کې استفاده کړې وي، لکه که دغه بل تن په نشه کې و. که جنسي اړیکه (سیکس) په رضامندۍ نه وي نو جرم دی.

 

ټول جنسي عملونه لازماً باید په رضامندۍ وي

په یاد ولرئ چې هر څوک د خپل ذهن بدلولو حق لري. پروا نه کوي چې مخکې ترې څه شوي یا اول قدم چا اخیستی وي. که بل تن یې نور نه غواړي نو جنسي عمل ته ادامه ورکول جرم دی. یو خاص ډول جنسي عمل ته 'هو' ویل په دې مانا ندي چې دغه په نورو جنسي عملونو هم تطبیقېږي.

 

تماس

 که تاسو د دې ویبسایټ په اړه پوښتنې لرئ، نو تاسو د جرم د قرباني د جبران او حمایت مقام (Brottsoffermyndigheten)سره په registrator@brottsoffermyndigheten.seتماس نیولی شئ.

 لطفاً د جرم د قرباني د جبران او حمایت د مقام د ویبسایټ څخه هم لیدنه وکړئ:www.brottsoffermyndigheten.se.دلته تاسو په ډېرو ژبو کې د جرم د قربانیانو د حقونو په اړه معلومات موندلی شئ. همداراز تاسو په دې اړه نور لوستلی شئ چې د پولیسو عریضه او محاکمه مخې ته ځي.

Har du utsatts för att någon spridit sexuella bilder eller filmer på dig mot din vilja och vill delta i en enkätundersökning som Brottsoffermyndigheten genomför?

Brottsoffermyndigheten genomför under hösten 2025 en enkätundersökning med personer som på olika sätt utsatts för att ha fått bilder eller filmer på sig själva med naket eller sexuellt innehåll spridna utan samtycke. Syftet med undersökningen är att få kunskap om vad utsatta personer vill ha för hjälp när de har blivit utsatta. Den insamlade kunskapen kan sedan ligga till grund för att utse en stödjande aktör. Det är givetvis helt frivilligt att delta och alla medverkande är anonyma i enkäten. Enkäten tar ca 10 minuter att besvara.

Ta mig vidare
Lämna sidan direkt Dölj ditt besök