د سیکس په اړه خبرې کول
سیکس باید - مخکې، د کولو پر مهال او وروسته - ښه احساس شي. له دې امله، که تاسو سیکس کول غواړئ، نو اړینه ده چې توجو وکړئ، واورئ او اشارې ووینئ.
که یقیني نه یاست چې بل تن څه غواړي، نو لازمي ده چې پوښتنه وکړئتر څو پوه شئ چې تاسو وضعیت په صحیح طریقه تفسیر کوئ. اټکل مه کوئ. په بدترین حالت کې تاسو ښايي په اټکل کولو د بل تن د خوښې خلاف یو څه وکړئ او له دې امله د هغه د حقونو خلاف ورزي وکړئ یا هغه تن ټپي کړئ. نو په دغه وخت کې تاسو هم یو جرم کوئ.
ددې خبرې د معلومولو چې بل څوک ځان څنګه احساسوي یوه ښه لاره په دې اړه خبرې کول دي. پوښتنه وکړئ چې بل تن څه غواړي او خوښوي. یوه بله طریقه د بدني ژبې لوستل دي، د مخ تاثراتو ته کتل او د اواز لحن اورېدل دي.
یو بل تن سره داسې څه کول چې ښه احساس نه ورکوي
د بل چا د خوښې خلاف هغه سره یو جنسي عمل ترسره کول تل غلط کار دی.
که تاسو فکر کوئ چې د یو چا د خوښې خلاف مو د هغه یا هغې سره جنسي عملونه ترسره کړي، نو تاسو کومک ترلاسه کولی شئ. څه چې پېښ شوي د هغې په اړه خبرې کولی شئ او د خپل چلند د بدلولو لپاره مرسته ترلاسه کولی شئ. د بېلګې په توګه تاسو د PrevenTellکومکي لین سره تماس نیولی شئ.
نور معلومات د PrevenTellپه ویبسایټ وګورئ(یوازې په سویډنۍ او انګلیسي ژبه کې).